د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند په پارلمان کې د «سندور عملیاتو» تر نامه لاندې د بحث پر مهال د هندي چارواکو او د هند د کورنیو چارو وزیر څرګندونې «بېاساسه او پاروونکې» بللې دي. پاکستان وايي، د هند هر راتلونکي برید ته به د تېرو بریدونو په څېر ځواب ور کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د خپل ویاند له خولې ویلي، چې دا ډول څرګندونې نه یوازې حقیقتونه تحریفوي، بلکې د کورني سیاست لپاره د شخړو ستاینه کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي، ټوله نړۍ پوهیږي چې هند د «پهلګام برید» په تړاو له کومې کره څېړنې یا باوري شواهدو پرته پر پاکستان برید وکړ، چې له امله یې بېګناه ښځې، نارینه او ماشومان ووژل شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان له پیله د پېښې د خپلواکې او شفافې څېړنې وړاندیز کړی و، خو هند د جګړې لار غوره کړه.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازینی منل شوی چوکاټ باید د یو بل د حاکمیت درناوی او د ملګرو ملتونو د منشور اصولو ته ژمنتیا وي.
پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د یو مسوول هېواد په توګه سولې، ثبات، او د ټولو لانجمنو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د کشمیر شخړې د حل لپاره مانا لرونکو خبرو اترو ته ژمن دی، خو د هر ډول برید یا یرغل پر وړاندې به پرېکنده غبرګون ښيي.