ډونالډ ټرمپ: له پاکستان سره د نفتو د زېرمو د استخراج په برخه کې همکاري کوو

۱۸ ساعتونه مخکې

په داسې حال کې چې واشنګټن په نوي ډیلي فشار زیاتوي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له پاکستان سره د سوداګرۍ تړون اعلان کړ.

هغه وویل، چې د دې هوکړې له مخې به امریکا او پاکستان د دغه هېواد د سترو نفتي زېرمو د پراختيا لپاره ګډ کار وکړي.

ټرمپ زیاته کړه: «موږ د دې ملګرتیا د رهبري کولو لپاره د یو شرکت د غوره کولو په پروسه کې یو.»

هغه د کنایې په ډول زیاته کړه: «ښایي یوه ورځ پاکستان پر هند نفت وپلوري.»

ټرمپ پر اېکس پاڼې ولیکل: «موږ نن په سپینه ماڼۍ کې د سوداګریزو معاملو په کار کې ډېر بوخت وو. نورو هېوادونو هم د تعرفو د کمولو وړاندیزونه کړي دي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په دې وروستیو کې د سوداګرۍ او تعرفو په اړه دوه پړاوه خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې وروستۍ خبرې اترې په دوه اړخیزو اړیکو، د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، ټکنالوژۍ او په طبیعي سرچینو کې د همکارۍ په برخو متمرکزې وې.

پاکستان ته امتیاز، هند ته سخت ‌دریځه چلند

د امریکا او پاکستان د سوداګریز تړون اعلان په داسې حال کې شوی، چې ټرمپ هممهاله اعلان کړی، چې هغه به د جمعې له ورځې د هند پر وارداتي توکو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي.

نوموړي همداراز پر هند د «نامعلومو بندیزونو» خبره هم کړې، چې دلیل یې د روسیې څخه د نفتو او وسلو پېرل ښودل شوی دی.

دا پرېکړه د امریکا له لوري پر خپل یوه ستراتیژیک متحد هند بې‌ساری فشار بلل کېږي.

د رسمي شمېرو له مخې، هند د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمايي کې شاوخوا ۳۵ سلنه خپل اړین نفت له روسیې څخه اخیستي او د روسیې له سترو وسلو اخیستونکو هېوادونو څخه بلل کېږي.

په ورته وخت کې امریکا له هند سره شاوخوا ۴۵.۷ میلیارد ډالر کسر (زیان) لري.

د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې د هند حکومت د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا پرېکړې ته پام لري او زیاته کړې یې ده چې «نوی ډیلی د دې پرېکړې پایلې ارزوي.»

هند او امریکا نن یو ځل بیا د دغو تعرفو په اړه خپل نوي مذاکرات پیل کړي دي.

د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې د جو بایډن له دورې راهیسې د پام وړ ښه شوي دي.

اسلام اباد هڅه کړې، چې د داعش په اړه د امریکا سره د استخباراتي همکارۍ له لارې له واشنګټن سره سړې او ځینې وختونه ترینګلې اړیکې پای ته ورسوي.

څه موده وړاندې ټرمپ په واشنګټن کې د پاکستاني پوځ د لوی درستیز مارشال عاصم منیر کوربه توب وکړ، په داسې حال کې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف لا تر اوسه واشنګټن ته نه دی بلل شوی.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره ولیدل.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د امریکا یوه لوړپوړی پوځي قوماندان پاکستان ته سفر وکړ او د هېواد له ولسمشر څخه یې تر ټولو لوړ پوځي مډال ترلاسه کړ.

ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ په وروستۍ ترینګلتیا کې په اوربند کې مهم رول ولوباوه.

اسلام اباد د اوربند د ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ د هڅو ستاینه وکړه او هغه یې د نوبل د سولې جایزې مستحق وګاڼه.

نور خبرونه

رادیو