د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ وویل، چې متحده ایالات به د اګست له لومړۍ نېټې څخه د هند پر وارداتي توکو ۲۵سلنه تعرفه ولګوي.
هغه دا هم ویلي چې هند به د اګست پر لومړۍ نېټه له یوې نا څرګندې جریمې سره مخ شي، خو د دې جریمې اندازه یا دلیل یې نهدی روښانه کړی.
ټرمپ پر «ټروټ» ټولنیزې پاڼې لیکلي: «که څه هم هند زموږ دوست دی، خو موږ له کلونو راهیسې ورسره ډېره لږ سوداګریزه راکړه ورکړه کړې، ځکه د هغوی تعرفې د نړۍ په کچه تر ټولو لوړې دي .»
نوموړي زیاته کړې: «هند تل د خپلو پوځې وسلو لویه برخه له روسیې اخیستې او دا هېواد اوس له چین سره یوځای د روسیې د انرژۍ تر ټولو لوی پېرودونکی دی، هغه هم په داسې وخت کې چې ټول غواړي روسیه دې په اوکراین کې وژنې بندې کړي، دا هرڅه سم نه دي.»
رویټرز وایي، د هند د سوداګرۍ وزارت، چې له امریکا سره د سوداګرۍ د خبرو مشري کوي، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.