طالبانو په کندهار کې د ملي بیرغ د انځورونو خپرولو له امله ۲۴ ځوانان نیولي

۴ ورځې مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهار د امر بالمعروف ریاست شاوخوا ۲۴ هغه ځوانان نیولي، چې د ملي بېرغ د ورځې په مناسبت یې پر ټولنیزو رسنیو د درې رنګه بېرغ انځورونه خپاره کړي وو. ځینې ځوانان له ضمانت اخېستلو وروسته خوشې شوي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د کندهار د امر بالمعروف ریاست محتسبانو شاوخوا ۲۴ تنه هغه ځوانان نیولي او بندیان کړي، چې پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه فیسبوک باندې یې د ملي بېرغ انځورونه خپاره کړي وو.

د کندهار ښار یو اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي:«غرمه وه، چې د امر بالمعروف ریاست څخه زنګ راغی، ماته یې وویل عاجل ریاست ته راشه، خو ما فکر وکړ چې څوک راسره ټوکې کوي، زه نه ولاړم. یو ساعت وروسته محتسبان راغلل او زه یې موټر کې ځان سره ریاست ته یووړم.»

دغه کس وايي، شاوخوا ۲۴ ساعته د امربالمعروف په ریاست کې بندي و او له لیکلي ضمانت اخیستلو وروسته یې خوشې کړی دی.

د زمري ۷مه هر کال د افغانستان د ملي بیرغ ورځې په توګه نمانځل کیږي، خو طالبانو د افغانستان پر ملي بېرغ او ملي سرود بندیزونه لګولي دي.

د کندهار ښار یو بل تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي، د امر بالمعروف محتسبانو یې ځوان ورور د سې شنبې په سهار له ځان سره بیولی او تر اوسه یې نه دی خوشې کړی.

نوموړی وایي:«ورور مې د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل دی، تېره ورځ طالبان کورس ته ورغلي، زما ورور او د هغه دوه نور همصنفیان یې له ځان سره بیولي دي. د هغوی فیسبوکونو څخه ټول انځورونه او پوسټونه ډیلیټ شوي دي. زه دوه واره د امر بالمعروف ریاست ته ورغلی یم، خو زما ورور یې نه دی را ایله کړی.»

سرچینې وايي، چې د طالبانو د استخباراتو، اطلاعاتو او کلتور او امر بالمعروف له خوا ګډه ډله نن هم د ټولنیزو رسنیو کاروونکي څاري او هغه کسان نیسي چې پر ټولنیزو رسنیو یې د ملي بېرغ انځورونه خپاره کړي وي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې ډلې د افغانستان پر ملي بېرغ بندیز لګولی او خلک هڅوي، چې د دې ډلې سپین رنګه بېرغ ته درناوی ولري.

طالبانو تردې وړاندې هم په کندهار کې یو شمېر ځوانان د شپې بانډارونو، لډو، ږیره خرېیلو او سټایلي ویښتانو جوړولو په جرم نیولي او بندیان کړي دي.

نور خبرونه

رادیو