د نوي ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ نازک اوربند پاکستان ضد وسله‌والو ته فرصتونه برابر کړي

۲ ساعتونه مخکې

اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي، د نوي ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ د مې میاشتې تر شخړو وروسته نازک اوربند ترهګرو ډلو ته فرصت برابر کړی چې په بېلابېلو سیمو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړي.

یاده ورځپاڼه وایي، د پاکستان پوځ اوس مهال خپلې ډېری امنیتي سرچینې د ختیځې پولې پر خوندیتوب متمرکزې کړې دي چې له امله یې د لوېدیځې پولې امنیت، په ځانګړي ډول بلوچستان، خېبرپښتونخوا او نورو سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته کمه پاملرنه کېږي.

د بلوڅ بېلتون پالو او تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي په وروستیو پراخو بریدونو کې دا څرګنده شوې چې له دې فرصت څخه دغو ډلو ښه ګټه اخیستې ده.

د پاکستاني طالبانو په اړه لویه اندېښنه دا ده چې دغه ډله له افغانستانه پرته له کومې وېرې فعالیت کوي. یادې ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د یوه راپور په حواله لیکلي چې پاکستاني طالبان لا هم «د افغان طالبانو له پراخ لوژېستیکي او عملیاتي ملاتړ څخه برخمن دي او «ډېر شمېر وسلو ته یې لاس‌رسی موندلی» چې د دوی د بریدونو ځواکمنتیا یې لوړه کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د دې ډلې جنګیالي اوس شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو ته رسېدلي دي. یاد راپور داسې شواهد هم وړاندې کوي چې افغان طالبان له داعش سره په جګړه بوخت دي،خو هم مهاله ټي ټي پي او داعش د افغانستان دننه تاکتیکي اړیکې هم سره لري.

له فکري توپیرونو سره سره، ویل شوي چې پاکستاني طالبان د بلوڅ بېلتون پالو ځینو غړو ته د افغانستان د سوېل په یو شمېر سیمو کې د خپلو کمپونو دننه روزنه او پناه ورکړې ده.

ورځپاڼه کاږي، د اسلام‌اباد لپاره اوس پوښتنه دا ده چې ټي‌ټي‌پي یوه سخت‌دریځه مذهبي ډله ده، که یو بشپړه پاکستان ضد ترهګره ډله ګرځېدلې؟ که دا فرضیه سمه وي، نو دا د اسلام‌اباد هغه ادعا پیاوړې کوي چې وايي دواړه ډلې، یعنې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون‌غوښتونکي، د هند له مالي ملاتړ څخه برخمن دي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، داعش هم د هند له‌خوا د پاکستان پر ضد د اسلامي ارزښتونو ضد څرګندونو څخه د خپلو جنګیالیو د جلب او جذب لپاره کار اخلي. همداراز نوي ډیلي هڅه کړې چې د خپلو هر ډول امنیتي او استخباراتي ناکامیو پړه پر پاکستان واچوي.

نور خبرونه

رادیو