د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعام» په نوم پروګرام اعلان کړی، چې که څوک په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې مشر سعد بن عاطف العولقي د پېژندنې یا نیلو لپاره معلومات ورکړي، تر ۱۰ میلیونه ډالرو پوري به انعام ورکړي.
دا انعام د پخوا په پرتله ۶ میلیونه ډالره زيات شوی دی.
العولقي په ۲۰۲۴ کال کې د عربي ټاپووزمې لپاره د القاعدې مشر وټاکل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې هغه په عامه توګه د امریکا او د دوی د متحدینو پروړاندې د بریدونو غوښتنه کړې ده.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: «العولقي د القاعدې د مشر په توګه او تر دې وړاندې د یمن د شبوه ولایت د دې ډلې د امیر په توګه د امریکا پروړاندې بریدونه تنظیم کړي او په یمن کې د امریکایي وګړو په تښتولو کې لاس لري.»
العولقي د جون میاشتې په پیل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د هغه مرستیال جي ډي ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیت هېګسټ او امريکایي میلیاردر اېلان ماسک ته ګواښ کړی و.
د دې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعام» پروګرام د ابراهیم بنانا د پېژندنې یا موقعیت په اړه د معلوماتو لپاره تر ۵ میلیون ډالرو پورې انعامونه او د ابراهیم احمد محمود القوسي په اړه د معلوماتو لپاره تر ۴ میلیون ډالرو پورې انعامونه وړاندې کړي، چې د القاعدې د مشرتابه ټیم غړی دی او د العولقي سره مرسته کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د دې اشخاصو په اړه هر ډول معلومات به په کلکه محرم پاتې شي.
امریکا په ۲۰۲۲ کې د العولقي په اړه د معلوماتو لپاره د ۶ میلیون ډالرو انعام ټاکلی و.
هغه د مصر، اردن او خلیج عربي هېوادونو د مشرانو د وژلو خبره هم کړې ده.
العولقي په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې د پخواني مشر خالد بطرافي له مړینې وروسته د۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې راهیسې د دې ډلې مشري کوي.
خالد باتارفي د یوې جدي ناروغۍ له امله مړ شوی و.