طالبانو په کابل او دایکنډي ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو سترې محکمې سې‌شنبه (د زمري ۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په کابل ولایت کې یې د «لواطت» په تور دوو نارینه‌و ته د ۳۹ درو سزا او دایکنډي ولایت کې یوې ښځې ته «د نامشروع اړیکو» په تور د ۳۹ درو او یو کلن بند سزا ورکړې ده.

د کابل ولايت چهار اسياب ولسوالۍ ابتدایه محکمې د حکم له مخې؛ دوه تورن کسان د «لواطت» په تور په ۳۹ درو ووهل شول.

دغه ډول په یوه بله قضیه کې په دایکنډي ولایت کې ابتدایه محکمې یوه ښځه د «نامشروع اړیکو» په تور ۳۹ درې ووهلې او د دې ترڅنګ یې په یوه کال تنفيذي بند هم محکومه کړې ده.

په اعلامیه کې یادونه شوې، چې دغه سزاګاني په عام محضر کې ورکړل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو