عربي هېوادونو د حماس په محکومولو سره د دې ډلې د بې وسلې کېدو غوښتنه کړې ده

۱۱ ساعتونه مخکې

په یوه بې‌ساري سیمه‌ییز پرمختګ کې، قطر، سعودي عربستان، مصر، د عربي هېوادونو ټولنې (عرب لیګ) او د اروپا ټولنې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده، چې له مخې یې د فلسطیني ډلې حماس بې‌وسلې کېدل او د غزې له حاکمیت څخه شاتګ ترې غوښتل شوی دی.

یاده اعلامیه چې د اسراییل -فلسطین د اوږدې لانجې د دوه‌دولتونو حل لارې د بیا راژوندي کولو په موخه د یوې ناستې په ترڅ کې خپره شوې، تر ۱۷ هېوادونو او یو شمېر نړۍوالو بنسټونو ترې ملاتړ کړی دی.

دا سند چې اووه مخونه لري، په صراحت وایي: «د غزې جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید حماس له واکه لاس واخلي او خپلې وسلې د فلسطین خپلواکې ادارې ته وسپاري، دا به د نړۍوال ملاتړ او نظارت لاندې ترسره شي، څو د خپلواک، حاکم او امن فلسطیني دولت د رامنځته کولو لاره برابره شي.»

اعلامیه همداراز د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس له خوا پر اسراییل شوي بریدونه چې د روانې جګړې پیل‌نقطه ګڼل کېږي، غندلي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژاننویل بارو چې هېواد یې د سعودي عربستان سره یو ځای د کنفرانس کوربتوب کړی و، دغه اعلامیه یې "تاریخي او بې‌ساري" وبلله.

نوموړي وویل: «دا لومړی ځل دی چې عربي هېوادونه نه یوازې د حماس بریدونه غندي، بلکې د دې ډلې بې وسلې کول، د فلسطین له ادارې څخه شړل او د اسراییل سره د اړیکو د عادي کولو چمتووالی څرګندوي.»

د دغه سند له مخې وړاندیز شوی، چې د جګړې تر پای وروسته په غزه کې د ثبات راوستلو لپاره یو نړۍوال ځواک ځای پر ځای شي، تر څو سیمه له نوي سیاسي او امنیتي واقعیت سره مخامخ شي.

د امریکا متحد ایالتونه او اسراییل چې د حماس پر ضد قوي دریځ لري، د دې ناستې برخه نه‌وو. سره له دې، اعلامیه ټینګار کوي چې که نړۍوال ځواک غزې ته استول کېږي، دا باید د فلسطیني ادارې په غوښتنه، د ملګرو ملتونو تر نظارت او د امنیت شورا له اجازې سره ترسره شي، ترڅو سیمه‌ییز او نړۍوال مشروعیت ولري.

نړۍوالو رسنیو دا اعلامیه د عربي هېوادونو د دریځونو په یو اساسي بدلون تعبیر کړی او وایي، چې دا کولای شي د منځني ختیځ د سولې بهیر لپاره نوې دروازه پرانیزي.

که څه هم حماس تر اوسه د دې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو کتونکي وایي چې دا اقدام به نه یوازې د غزې د راتلونکي سیاسي جوړښت لپاره اغېز ولري، بلکې د سیمې امنیتي معادلې هم بدلولی شي.

نور خبرونه

رادیو