نن سېشنبه د ( زمري ۷مه) د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو پر دوام به د امو نهنګانو لوبډله د بُست ساتونکو پر وړاندې او په دویمه لوبه کې به د بند امیر ښامارانو لوبډله د مس عینک اتلانو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.
تېره ورځ هم بند امیر د بُست ساتونکو او سپین غر مس عینک ته ماتې ورکړې وې.
د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د تېرې چنګاښ میاشتې په وروستیو کې د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې او د اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
په دغه سیالیو کې د افغانستان له ټولو زونونو پنځه لوبډلې سپینغر، امو، بند امیر، بُست او مس عینک برخه لري.