د امریکا په نیویارک او رینو نېواډا کې د ډزو په جلا پېښو کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د دوشنبې په ورځ د نیویارک په منهاټن کې پر یوې ودانۍ د ډزو له امله لږ تر لږه یو پولیس افسر ووژل شو او دوه ملکي وګړي ټپیان شول.
که څه هم رسمي سرچینو تر اوسه د پېښې بشپړ جزییات نه دي ورکړي؛ خو سي اېن اېن د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په دغه پېښه کې د یو پولیس افسر په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
له بل پلوه د رینونیواډا پر یوې کازینو یا قمارخانې د ډزو په بېښه کې درې کسان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان دي؛ د دغه برید په ځواب کې پولیسو هم ډزې کړې دي، چې په پایله کې یې قاتل ټپي شوی دی.
په پېښه کې یو پولیس هم برسېرن ټپي شوی؛ خو لاتر اوسه د پېښې لامل په ډاګه شوی نه دی.