ټرمپ ژمنه وکړه، چې غزې ته به بشري مرستې ورسوي

۲۱ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي، چې د غزې خلک وږي دي او اسراييل باید له لوږې سره مخ فلسطنیانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره لاره خلاصه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي، چې په غزه کې ډېر خلک وږي دي او باید غزې ته نور خوراکي توکي هم واستول شي.

ټرمپ په سکاټلنډ کې د خبرو پر مهال وویل، چې «موږ به په غزه کې د خوړو مرکزونه جوړ کړو.»

هغه ژمنه وکړه، چې دغه بشري مرستې به خلکو ته په اسانۍ سره ورسېږي. سپینې ماڼۍ ویلي، چې د دغه مرکزونو جزییات به وروسته روښانه شي.

له بل پلوه د غزې روغتیا وزارت وايي، تر دې دمه ۱۴۷ کسان د لوږې له امله مړه شوي چې ۸۸ یې ماشومان دي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لومړی په غزه کې د لوږې خبره رد کړه؛ خو وروسته یې ومنله، چې په غزه کې وضعیت سخت دی.

نور خبرونه

رادیو