یو شمېر مدني فعالان، خبریالان او پخواني سیاستوال هڅه کوي چې د تعلیم اهمیت په داسې ضعیفو او جزوي دلایلو ولاړ وښيي چې نه یوازې قانع کوونکي نه دي؛ بلکې پر یو کاذب او تخیلي تحلیل ولاړ دي.
د بېلګې په توګه:
۱. دا استدلال چې که ښځې زدهکړه وکړي، نو په ټولنه کې به د ښځینه ناروغانو لپاره ښځینه ډاکترانې وروزل شي.
۲. یا دا چې عصري پوهنه دې د جګړهییزې پیاوړتیا او دفاعي سیالۍ لپاره وشي، نو ځکه مهمه ده چې پر عصري علومو محدودیتونه باید له منځه لاړ شي.
دا استدلالونه ولې کمزوري او خطرناک دي؟
۱. که مخاطب حاکمه استبدادي ډله وي؛
دغسې استدلالونه تر ډېره د استبدادي رژیم په قانع کولو تمرکز لري او دا دلایل د یوه خوشباوره ذهنیت انعکاس دی، چې پر یوه کاذب باور ولاړ دی؛ دا چې ګواکې دغه ډله به له خپلو ټولو فکري تنګنظریو سره - سره، بالاخره د همدې کمزورو او محدوده دلایلو پر بنسټ قانع شي او د نجونو د زدهکړو او عصري تعلیم دروازې به پرانیزي؛ دا یوه سهوه ده، ځکه:
- طالبان خپله واکمني د ناپوهۍ پر پراخېدو او فکري کنټرول ولاړه ساتي؛
- د دوی دیني تعبیر، فرهنګي لید او سیاسي ګټو د زده کړو پر وړاندې دښمني رامنځته کړې؛
- دوی به هیڅکله خپله هغه وسله (ناپوهي) پر ځمکه کېنږدي؛ پر کومې چې دوی واک چلوي.
ښایي د طالبانو ځینې ټیټ پوړي چارواکي د دغو دلایلو اورېدو ته زړه ښه کړي، خو هغوی نه د تصمیم نیولو واک لري او نه هم د تصمیم نیوونکو په کړۍ کې شامل دي.
۲. که مخاطب ولس وي؛
که دا دلایل ولس ته وړاندې کیږي، نو دا په لوی لاس یوه خطرناکه هڅه ده چې له مخې یې د ولس ته مغشوش او ګمراه کوونکي پیغامونه ورکول کیږي، ځکه:
- دا استدالال ولس ته یوازې دا پیغام ورکوي چې زدهکړې یوازې هغه وخت مشروع دي، چې د روغتیا یا جګړې اړتیاوې پوره کړي؛
- داسې محدود تعبیر د زده کړو ریښتیني، ټولنیز، فرهنګي، فکري، اخلاقي او انساني ارزښتونه له پامه غورځوي؛
- دا ډول دلایل د ظالمانه بندیزونو سره د نیمه خوا او محافظه کارانه توافق یوه بله بڼه ده.
واقعیت دا دی چې د زدکړو روان کړکیچ او فاجعه پر کاذبو باورونو، مذبذبه او خوشباوره دلایلو هېڅ له منځه نه ځي؛ نه حاکمه ډله پرې قانع کېږي او نه هم ولس کې فکري ویښتیا راځي. ولس کې داسې افراد شته چې پوهېږي د عصري تعلیم اړتیا یوازې دفاعي او اقتصادي بُعد نه لري؛ بلکې دا د فکري، فرهنګي او ټولنیز پرمختګ یوه بنسټیزه اړتیا ده او . د عصري علومو د څومره والي او څرنګوالی لپاره باید هیڅ ډول خنډ نه وي. نو د ټولنې دغه منور افراد په دې پوهیږي چې د مدني فعالینو او یو شمیر سیاسیونو ضعیفې او مذبذبې موقفګیرۍ د سیاسي قشر او مدني ټولنو د فعالینو په ګنګسیت او فکري خلا دلالت کوي.
راپېښ مسوولیت
د فکري او ټولنیز بدلون لپاره مهمه ده چې مدني فعالان، لیکوالان، ښوونکي او سیاستوال خپل دریځونه روښانه، بېخوفه، هدفمن او د انساني ارزښتونو پر اساس جوړ کړي. هغه مبهم، احتیاطي او خنثی دریځونه نه یوازې فایده نه لري؛ بلکې په ولس کې د فکري انحراف، نااُمېدۍ او شک سبب ګرځي.
اړتیا ده چې خپل موخې واضح او په زغرده ووایو:
- زدهکړه د انسان حق دی، نه یوه تجارتي اړتیا یا سیاسي ضرورت؛
- موږ د نجونو ټولبُعديزده کړې د انسانیت، کرامت، ازادۍ او برابرۍ پر بنسټ غواړو؛
- عصري علوم زموږ د تمدني، فرهنګي، ساینسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره حیاتي اړتیا ده، نه یوازې د جګړې لپاره.
کاواکه دریځ زموږ هېڅ رنځ نه دوا کوي.