د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې د افغانستان صادرات تېر کال شاوخوا ۱،۷ میلیاردو ډالرو ته رسېدلي دي. طالبانو ویلي، چې د هېواد اصلي صادرات وچ انځر، پنبه، ممیز، انجه او د ډبرو سکاره وو.
طالبان وایي یاد توکي د ټولو صادراتو شاوخوا ۴۱ سلنه جوړوي.
د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، پاکستان، هند، متحده عربي امارات، ازبکستان او ایران د افغانستان پنځه اصلي صادراتي بازارونه دي، چې ټولټال ۸۹سلنه صادرات دغو هېوادونو ته شوي دي.
طالب چارواکي ادعا کوي چې د صادراتو د کچې لوړېدل، د افغانستان د کرنیزو او کاني محصولاتو د اقتصادي ظرفیتونو ښکارندويي کوي.
خو د طالبانو د دغو څرګندونو باوجود، نړیوال بنسټونه او مرستندویه ادارې د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د دوامدارې وچکالۍ، بېځایهکیدو او له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري اېستلو له امله به د ۲۰۲۵کال په ترڅ کې په افغانستان کې غذايي امنیت لا خراب شي.
د مرستندویه ادارو د راپورونو له مخې ۹،۵ میلیونه افغانان د وچکالۍ او د خوراکي محصولاتو د کمښت له امله د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي.