د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.
د کرملین ماڼۍ د اعلامیې له مخې، دواړو لوریو د ایران د اټومي پروګرام ترڅنګ د سیمې پر وضعیت هم خبرې اترې کړې دي.
روسي لوری وايي، چمتو دی چې د ایران د اټومي مسلې د حل لپاره د خبرو اترو او سیاسي تفاهم له لارې هر ډول همکاري او اسانتیاوې برابرې کړي.
دا خبرې اترې په داسې حال کې ترسره شوې، چې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او د ایران اټومي پروګرام یو ځل بیا د نړۍوالو اندېښنو مرکز ګرځېدلی دی.