د ایران د بهرنیو چارو وزارت سېشنبه (د زمري ۷مه) د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي له خولې لیکلي، چې ایران د غزې په اوربند کې لاسوهنه نه ده کړې او هلته د ظلم او جنایتونو د مخنيوي لپاره د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.
نوموړي اېرنا خبري اژانس ته ویلي، چې ایران له ډېرو هېوادونو سره په یوه غږ په غزه کې روانه نسل وژنه غندي او د دې ظلم بندولو له پاره د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.
ښاغلي بقايي زیاته کړې، چې حماس د خپلو خلکو د ګټو په خوندیتوب ښه پوهېږي؛ د نورو هېوادونو او ډلو لاسوهنې ته اړتیا نه شته.
هغه وایي، امریکا باید په غزه کې د ۶۰زره بې ګناه انسانانو د وژلو حساب ورکړی چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.