عمران خان د اګست پنځمې نېټې تر لاریون وړاندې خپل زامن پاکستان ته له تګه منع کړل

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان خپل زامن پاکستان ته له تګ څخه منع کړي دي، او ټینګار یې کړی چې زامن به یې په هیڅ ډول لاریونونو کې برخه وانخلي.

عمران خان ویلي:«زما زامن به پاکستان ته نه راځي. دوی به نه د کوم لاریون برخه وي او نه به د کوم لاریون مشري وکړي».

د پاکستان د جیو ټلوېزیون د راپور له مخې نن د پاکستان پخواني لومړی وزیر عمران خان چې اوس مهال زنداني دی، په اډیاله زندان کې خبریالانو ته وویل:«زه تاسو ته وایم، دوی پاکستان ته نه راځي او دوی به په هیڅ لاریون کې برخه وانخلي.»

له وړاندې د عمران خان خور عليمه خان ادعا کړې وه چې د خان زامن سلیمان خان او قاسم خان به په هغه لاریون کې برخه واخلي، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر د خوشې کولو لپاره به ترسره شي.

د عمران خان زامن اوس مهال په امریکا کې دي او هلته د امریکا مشرانو جرګې له ځينو غړو سره په لیدنه کې د خپل د پلار د خوشې کېدو لپاره لابي کوي.

نور خبرونه

رادیو