د ترکیې، یونان او البانیا ځنګلي اورونو پر وړاندې د اور وژنې هڅې لاهم روانې دي

۳ ساعتونه مخکې

اور وژونکو د دوشنبې په ورځ هڅه کړې، چې د ترکیې په درې بېلابېلو ولایتونو، یونان او د البانیا په یوې سیاحتي سیمه کې د ځنګلي اورونو مخه ونیسي.

د ترکیې د کارابوک په غرنیو سیمو کې له شپږو ورځو راهیسې اور بل دی، چې له امله یې ډېری خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

له بل پلوه په بورسا ولایت کې د یوه موټر اوښتو له امله درې اور وژونکي مړه شوي دي. په مرسین او انټالیا ولایتونو کې تر ۳۶۰۰ ډ‌ېرو خلکو ته د وتلو امر شوی دی.

په البانیا کې بیا ۹۰۰ اور وژونکي او پوځ هڅه کوي، چې ساراندا او نورو سیاحتي ځایونو ته د اور رسېدو مخه ونيسي.

پولیس وايي، چې په وروستیو درېیو ورځو کې ۱۳ کسان د اور بلولو په تور نیول شوي دي.

د دې اور له امله تر دې مهاله شاوخوا ۱۶زره جریبه ځمکه سوځېدلې ده؛ خو په صربیا کې بیا د باران له امله تر ۱۰۰ ډېر بل شوي اورونه کنټرول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو