د طالبانو د اماراتي شرکتونو رییس احمدجان بلال وايي، چې تر یو مېلیون جریب ډېره ځمکه یې شرکتونو ته د پانګونې او سوداګریزو موخو لپاره ورکړې ده.
هغه وایي، دغه ځمکه د طالبانو د مشر د ځانګړي فرمان له مخې بېلابېلو شرکتونو ته سپارل شوې ده.
نوموړي نن سېشنبه (د زمري ۷مه) په کابل کې د طالبانو اړوندو ادارو لاسته راوړنو په کلنۍ غونډه کې همدا راز ویلي، چې بېلابېل واړه او لوی شرکتونه به په دغه ځمکه کې د پانګونې او سوداګرۍ له اړخه ۳۲ مېلیارده افغانۍ عواید ولري.
هغه زیاته کړې ده، چې په روان کال کې به په افغانستان کې د زر مېګا واټه کورنۍ برېښنا د تولید لپاره پروګرامونه پیل شي.
طالبانو د خپلو حکومتي ادارو د لاسته راوړنو په غونډو کې د لویو لاسته راوړنو په اړه ادعاوې کوي؛ خو د بېلابېلو نړۍوالو بسټونو په ارزونو او راپورونو کې په وار، وار د افغانستان د عمومي وضعیت او په ځانګړې توګه د مخ پر زیاتېدونکې بې وزلۍ په اړه اندېښنې ښودل کېږي.
همدا نن د اماراتي شرکتونو سرپرست ادعا کړې، چې د برېښنا شرکت د برېښنا تولید ځینې لویې پروژې پلې کړې دي او ځینې نورې یې تر کار لاندې دي؛ خو دا مهال د کابل په زړه کې خلک په ۲۴ ساعتونو کې له ۴ ساعتونو زیاته برېښنا نهلري.
دوی له افغانستان انټرنشل ـ پښتو سره په خبرو کې وايي، چې د هوا په ګرمېدو د برېښنا دوامداره پرچاوۍ له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.
د طالبانو حکومت اماراتي شرکتونو په چوکاټ کې بېلابېل ۴۴ شرکتونه فعالیت کوي.