په غزه کې جنایتکارې ډلې او فرصت‌طلب سوداګر د نړۍوالو ورکړل شوې خوراکي مرستې پلوري

۸ ساعتونه مخکې

په غزه کې قحطۍ او لوږې د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومان ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړی.

په ورته وخت کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د هېوادونو محدودې خوراکي مرستې د ځینو جنایتکارو ډلو او احتکار کوونکو سوداګرو له خوا ذخیره او په لوړه بیه پلورل کېږي.

په دې وروستیو کې د یو کیلو اوړو بیه ۶۰ډالرو او د یو کیلو نخود بیه ۳۵ډالرو ته رسیدلې، چې دا بيې د قحطۍ ځپلو خلکو د وس څخه پورته دي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د ۲۱ میاشتنۍ جګړې وروسته خلک په لویه کچه په خپلو سپماوو پورې ژوند کوي.

د نړۍوالو فشارونو له امله د اسراییل وروستۍ پرېکړه چې سیمې ته د مرستو لاریو ته اجازه ورکوي، یو څه د بیو په راکمېدو کې مرسته کړې؛ خو دا بدلون لا تر اوسه خلکو په بشپړه توګه نه دی احساس کړی.

د اسوشېټېډپرېس د راپور له مخې، په بازارونو کې د اوړو کڅوړې ډېری وختونه د ملګرو ملتونو یا د غزې د بشري مرستو بنسټ په لوګو پلورل کېږي، چې باید دا مرستې په وړیا ډول ووېشل شي.

ملګري ملتونه او نورې نړۍوالې ادارې نه پوهېږي، چې څومره خوراکي مرستې لېږدول شوي او تور بازار ته تللي دي.

په وروستیو اوونیو کې د مرستو د وېش په ګډوډۍ کې یوازې قوي کسان توانېدلي، چې خواړه ترلاسه کړي.

محمد ابو طاها چې د خپلې کورنۍ سره د رفح ښار ته نږدې اوسېږي، وايي: «د غزې د بشري مرستو د وېش په ځایونو کې د ځوانانو منظمې ډلې تل په مخ کې وي. دا لویه سوداګري ده.»

د مرستو په لارو کې ګډوډي

ملګرو ملتونو راپور ورکړی، چې شاوخوا ۱۰۰ زره مېرمنې او ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

مرستندویه ډلې او رسنۍ وايي، چې د دوی کارکوونکي په غزه کې له لوږې سره مخ دي. د غزې د روغتیا وزارت بیا ویلي، چې په تېرو درېیو اوونیو کې لسګونه کسان د لوږې له امله مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو کاروانونه ان که د اسراییل له‌خوا اجازه هم ولري، یا خو د اسرايیلي پوځ تر کنټرول لاندې سیمه کې تر برید لاندې راځي، یا د وسله والو ډلو له خوا یرغمل کېږي او یا هم د وږو خلکو له خوا محاصره کېږي.

د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی، چې یوازې د امنیت د رامنځته کولو سره ممکن د اوربند له لارې وکولی شي چې تر ټولو زیان‌منو خلکو ته مرستې ورسوي.

د دې پروګرام ویاندې عبیر عطیفه وايي: «تر هغه پورې چې وضعیت خوندي شي او د خلکو د سمدستي خوړو اړتیا ته په کتو موږ وږو خلکو ته اجازه ورکوو، چې له موټرو څخه خواړه واخلي، خو شرط دا دی چې هېڅ ډول تاوتریخوالی ونشي.»

د وېش بدیل سیستم

اسراییل، ملګري ملتونه تورنوي، چې د خوړو د مرستو پر وېش اغېزمنه څارنه نه کوي او دا مرستې حماس ته لېږدول کېږي.

اسراییل او امریکا له يوې امریکايي قراردادي ډلې وغوښتل، چې د مرستو وېش په غاړه واخلي؛ خو دغه ډله د غزې د خیریه بنسټ له لارې د مرستو وېش د لوټمارۍ په مخنيوي کې پاتې راغلې.

له دې سره، ملکي وګړي د غزې د وېش په ګډوډو لیکو کې د اسراييلي سرتېرو له خوا وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او سیمه ییزو سرچینو په وینا، د مې میاشتې راهیسې د اسراییلي ځواکونو له خوا له ۱۰۰۰څخه ډېر فلسطینیان د خوړو د ترلاسه کولو په هڅه کې د خیریه بنسټ مرکزونو ته نږدې وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ وايي، چې دوی یوازې د خبرداري ډزې کړي او بنسټ بیا وايي، چې امنیتي ځواکونو یې ځیني وختونه د خلکو د خورولو لپاره د مرچ سپرېیا هوایي بریدونو څخه کار اخيستی.

شاوخوا یو ۳۰ کلن کس اسوشېټېډپرېس ته ویلي، چې شاوخوا ۴۰ ځله د خیریه بنسټ مرکزونو ته تللی او اکثر وخت له خوړو سره بېرته راګرځېدلی دی، خو هغه زیاتره خواړه د خپلې کورنۍ د نورو اړتیاوو پوره کولو لپاره پر سوداګرو پلورلي دي.

هبه جوده چې څو ځله دغه مرکزونو ته تللی، وايي: «وسله وال کسان له خلکو مرسته غلا کوي او سوداګر یې د پیسو په بدل کې اخلي. د دې لپاره چې خواړه ترلاسه کړي، باید زورور او چابک واوسي.»

د ملګرو ملتونو د مرستو وېش هم ډېر کله د مرګوني تاوتریخوالي لامل ګرځي، ځکه زرګونه خلک د اسراییلي ځواکونو شاوخوا د مرستو لارۍ محاصره کوي.

ملګرو ملتونو د خپلو کاروانونو د ساتنې لپاره د اسراییل د امنیتي مرستو منلو څخه انکار کړی او په لویه کچه په سیمه ییزو خلکو تکیه کوي.

د ملګرو ملتونو چارواکي د غزې محاصرې د بشپړ ختمېدو غوښتنه کوي، څو هلته خواړه ټولو ته ورسيږي، له لوټ څخه وژغورل شي او بيې هم راټيټې شي.

یو نوی اوربند کولی شي، چې مرسته ډېره او د اسراییل یرغملو خوشې کېدو ته لاره هواره کړي؛ خو خبرې درېدلې او د ژر اوربند احتمال کم ښکاري.

نور خبرونه

رادیو