په ایران کې د افغان کډوالو د اعدامونو زیاتوالي نړۍوالې اندېښنې راپورته کړې دي

پرون

د بشري حقونو مدافع سازمانونه وایي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د اعدام پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي؛ چې دې وضعیت نه یوازې نړۍوالې اندېښنې راپارولې دي، بلکې د عدلي شفافیت او د مظلومو کسانو د قانوني دفاع په اړه یې جدي پوښتنې هم راولاړې کړې دي.

د ایران د بشري حقونو د یو شمېر سازمانونو د معلوماتو له مخې، له هغه وروسته چې د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند شوی، لږ تر لږه ۸۵ بندیان په ایران کې اعدام شوي دي.

د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان وایي، چې د دغو اعدام شویو له ډلې لږ تر لږه شپږ تنه افغان کډوال دي، خو لا تر دې دمه د دوی نومونه، تورونه او قانوني دفاع افشا شوې نه ده.

په نورو اعدام شویو کې ۱۵ تنه لور، ۱۲ ترک، ۱۲ کرد او ۶ بلوڅ توکمونه شامل دي. سربېره پر دې، شپږ کسان د "اسراییل لپاره د جاسوسۍ" په تور اعدام شوي، خو دا لا روښانه نه ده چې په دې اعدام شویو کې افغانان هم شامل و او که نه.

هه‌نګاو او د بشري حقونو نور سازمانونه وایي، چې په تېرو څو کلونو کې په ایران کې د افغان وګړو د اعدام کچه په جدي ډول لوړه شوې ده. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۰ تنه افغانان اعدام شوي، په داسې حال کې چې دا شمېره په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۷۳ تنو ته رسېده.

د بشري حقونو ناظران پر ایران نیوکه کوي، چې د اعدام سزاګانې یې پراخې دي او دا سزاوې اکثره هغو کډوالو ته ورکول کېږي، چې له سختو شرایطو سره ایران ته داخل شوي وي.

ډېری اعدامونه د نشه‌يي توکو د قاچاق یا د سیاسي تورونو له امله کېږي، خو د څار سازمانونه خبرداری ورکوي چې دغه قضیې ډېری وخت د شفافو او عادلانه محکمو له معیارونو بې‌برخې وي، تورنو کسانو ته د وکیل حق نه‌ورکول کېږي او محکمې اکثره د بندو دروازو تر شا پرېکړې کوي.

د دې هر څه تر څنګ یوه جدي اندېښنه دا ده، چې افغان کډوال اکثرا بې‌ اسنادو او بې‌وسه وي او نشي کولای چې له ځانه په قانوني ډول دفاع کړي، یا حقوقي مرستو ته لاسرسی ولري.

د نړۍوالو قوانینو له مخې، ټول انسانان حق لري چې منصفانه محاکمه شي، وکیل ولري او قانوني ملاتړ تر لاسه کړي، خو راپورونه ښيي چې دا اصول په ایران کې په وار وار تر پښو لاندې کېږي، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو پروړاندې.

ایران له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو لپاره یو مهم کوربه هېواد پاتې شوی، خو د افغان کډوالو پر وړاندې د بند، شکنجې، جبري شړلو او اوس د پراخو اعدامونو لړۍ، د ایران له خوا یو لوی بشري بحران رامنځته کړی دی.

د بشري حقونو ډلې پر نړۍوالې ټولنې غږ کوي، چې پر ایران فشار زیات کړي، څو د اعدامونو دا لړۍ ودرول شي او د افغان کډوالو قضیې د شفافو قانوني لارو له لارې وڅېړل شي.

نور خبرونه

رادیو