د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د سې شنبې په ورځ وویل چې هندي ځواکونو درې هغه پاکستانیان وژلي چې په اپریل میاشت کې د هند تر واک لاندې کشمیر پهلګام سیمه کې پر هندو سیلانیانو په برید کې ښکیل وو. د پهلګام په برید کې ۲۶ سیلانیان وژل شوي ول.
د رویټرز د راپور له مخې، د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د هند او پاکستان د شخړې په اړه د بحث په ترڅ کې پارلمان ته وویل: «زه غواړم ټول ملت ته ووایم چې دا هغه درې ترهګر وو چې زموږ وګړي یې ووژل او اوس درې واړه وژل شوي دي.»
شاه وویل چې هند "ډیر شواهد" لري چې وژل شوي "ترهګر" پاکستانیان وو ځکه امنیتي ځواکونو د دوی د پاکستاني رایه ورکوونکو د هویت کارتونه او په پاکستان کې جوړ شوي چاکلیټ ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړه، عدلي ازموینو ښودلې چې هغه ټوپکونه چې دوی له ځان سره درلودل د پهلګام په برید کې کارول شوي وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سملاسي د شاه د څرګندونو په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
په همدې حال کې د هند پوځ وویل چې دا درې واړه د دوشنبې په ورځ د کشمیر په یوه ځنګل کې په یوه سخته نښته کې ووژل شول.