د وزیرستان له خونړیو پېښو وروسته د جولاۍ په اته‌ویشتمه نېټه د سهار په وخت د تیرا د کوکي‌خیلو په سیمه کې په یوه عادي ملکي کور باندې د پوځیانو له خوا د هاوان یوه ګولۍ (مرمۍ) راوغورځېده چې په کور کې پرته یوه ماشومه نجلۍ پرې ولګېده او مړه شوه.

د سیمې خلک، چې له ډېره وخته د ترهګرو او پوځیانو دواړو له خوا د وژونکو بریدونو نه په اور کې ولاړ دي او په عذاب کې دي، په قهر له خپلو کورونو راووتل او د وړې ماشومې له مړي سره د محلي ګارنیزیون مخې ته ولاړل او هلته یې د احتجاج غږ پورته کړ او غوښتنه یې وکړه چې د ماشومې نجلۍ قاتل دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په ځای د دې چې د ګارنیزیون څخه کوم پوځی افسر راووځي او د ماشومې له غمځپلي ټبر او احتجاج کوونکو سره خبرې اترې وکړي، وسله‌وال عسکر راغلل. هغوی مظاهره کوونکو ته د ګارنیزیون له مخې نه د لرې کېدو امر ورکړ، خو چې د سیمې وګړو د تګ نه انکار وکړ، نو د پوځ وسله‌والو عسکرو په بې‌وسلې خلکو باندې مخامخ ډزې وکړې، چې په دغو ډزو کې اووه تنه مړه او پنځلس تنه ټپیان شول.

د دې خونړۍ پېښې پر ضد د ټولې پښتونخوا سیاسي ګوندونو، ټولنیزو سازمانونو او فعالینو غږ پورته کړ او د پېښې عاملینو د مجازات کېدو غوښتنه یې وکړه. په ځای د دې چې حکومت د ولس غوښتنو ته غوږ نیولی وای، هغه برعکس ادعا وکړه چې د تیرا وګړي د پاکستانی پوځیانو په ډزو نه دي مړه شوي، بلکې دغه مړي او ټپیان، د هغوی له وینا سره سم، د نږدې غره نه د فتنه‌الهند، یعنې د ټي ټي پي، په ډزو مړه او ژوبل شوي دي.

په داسې حال کې چې د پېښې ویډیوګانې په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوې دي، په کومو کې چې صفا ښکاري چې پاکستانی عسکر په ویرژلو، بې‌وسله خلکو باندې نېغ په نېغه ډزې کوي.

پاکستاني جنرالان پلان لري چې په اصطلاح د ترهګرۍ پر ضد د جګړې دویمه مرحله پیل کړي. د دغې تش‌په‌نوم جګړې تر پردې لاندې د هغوی کرغېړن پلان څلور موخې لري:

لومړۍ موخه یې دا ده چې د ډیورند کرښې ته نږدې په دغو قبایلي سیمو کې د قیمتي معدنیاتو او طبیعي منابعو کومې سترې زېرمې دي، هغه دوی ونیسي. جنرالان غواړي چې د جګړې په تورتم او ګډوډۍ کې محلي خلک د خپلو سیمو نه وباسي، بې‌کوره یې کړي او بیا د هغوی د سیمو معدنونه او د طبیعي منابعو زېرمې اشغال کړي او پر نورو هېوادونو یې وپلوري.

دویمه موخه یې دا ده چې د اساسي قانون په هغه برخه کې تعدیل راولي، چې له مخې یې دغه قبایلي سیمې د پښتونخوا د ایالت برخه ګرځېدلې دي او دا سیمه بیا د مرکزي حکومت ادارې ته وسپاري، څو دلته یو ځل بیا یو داسې یاغیستان جوړ کړي، لکه چې له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۱۴کال پورې د ۱۲ کلونو په موده کې یې جوړ کړی و او دلته ترهګرو خپلې ځالې جوړې کړې وې. د دې نقشې هدف د ټولې مرکزي اسیا بې‌ثباته کول دي.

د جنرالواکۍ درېیمه موخه د فرسایشي جګړو په وسیله د ځواکمنو پښتنو قبیلو له پښو غورځول او هغوی غلامۍ ته چمتو کول دي، په داسې حال کې چې جنرالواکۍ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د چمن، تورخم، خرلاچي، غلام‌خان او نورو تجارتي بندرونو او د عبور و مرور د لارو په بندولو او هلته د موانعو په جوړولو سره دغه میلیونونه نفوس په اقتصادي توګه هم ځپلي او تضعیف کړي دي.

د جنرالواکۍ څلورمه موخه په پښتونخوا کې د عمران خان د ګوند، یعنې تحریک انصاف، ایالتي حکومت ته سقوط ورکول دي. د پښتونخوا لومړی وزیر علي امین ګنډاپور په دې معضله کې ګیر دی. له یوې خوا جنرالان ترې غواړي چې د هغه ایالتي حکومت به د جنرالواکۍ له خوا جوړو شویو تګلارو باندې عمل کوي او له بلې خوا د راولپنډۍ په محبس کې ناست عمران خان، علي امین په منظم ډول محبس ته غواړي او هغه ته لارښوونې کوي، چې باید په پوځ او مرکزي حکومت باندې فشار وارد کړي، چې هغوی له بند نه د عمران خان په خوشې کولو مجبور شي.

علي امین ته په دغو دواړو سیاسي قطبونو کې منځنۍ لاره موندل ګران شوي دي. د خیبر د تیرا په سیمه کې د جولای د میاشتې په اته‌ویشتمه نېټه د پوځ د ډزو نه دوه ورځې وړاندې، علي امین د پوځ پر استخباراتي موسسو تور پورې کړی و، چې کله ایالتي پولیس ترهګر ونیسي، نو د پوځ استخباراتي موسسې د دغو بندي شویو ترهګرو د خلاصون لپاره مداخله کوي.

بله خبره دا ده چې په مرکزي حکومت کې شامل ګوندونه (مسلم‌لیګ او پیپلزپارټۍ) او د اپوزېسیون مولانا فضل‌الرحمان غواړي چې په ایالتي پارلمان کې د تحریک انصاف په غړو کې نفاق پیدا کړي، هغوی په ډلو ووېشي او یوه ډله یې د مرکزي حکومت د واکمنو ګوندونو او د مولانا فضل‌الرحمان د ګوند، جمعیت‌العلمای‌اسلام، سره یوځای یو ایتلافي حکومت جوړ کړي.

په پښتونخوا کې د پاکستان د پوځ چلند کاملاً د یوې اشغالګرې اردو چلند دی. دوی هېڅ قانون او د اساسي قانون هېڅ ماده نه مني. هغوی خپل ځان، یعنې اردو، د تقنینیه، اجراییه او قضاییه قوې د واک خاوند ګڼي او د مرکزي او ایالتي حکومتونو مسوولین خپل لاس‌لاندې نوکران ګڼي.

دا څه نوې خبره هم نه ده. پوځي دیکتاتورانو تر اوږدو مودو په پاکستان واک چلولی دی. د اردو اوسنی لوی درستیز جنرال عاصم منیر لږ موده وړاندې له هند سره په څلور ورځنۍ هوايي جګړه کې د ګټلو دعوه کړې وه او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې له ډوډۍ خوړلو وروسته د قدرت د لوبې په اول‌نومره لوبغاړي بدل شوی دی.

سیاسي شنونکي وايي چې هغه که هر څه هم د اردو د لوی درستیز او فیلډمارشالۍ تر عنوان لاندې ټول دولتي قدرت په لاس کې لري، خو د هغه نظر د ولسمشرۍ پر څوکۍ هم دی.

نور خبرونه

رادیو