په بیجېنګ کې د سختو ورښتونو له امله تر دې مهاله ۳۰ کسان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې؛ ۲۸ مړي په مییون ولسوالۍ او دوه نور په یانچېنګ سیمه کې موندل شوي دي.
تر ۸۰زره ډېر خلک کورونو پرېښودو ته اړ شوي او په ۱۳۶ کلیو کې بیا برېښنا هم پرې شوې ده.
دغه ډول سړکونه او مخابراتي شبکې هم بندې شوې دي او تر ټولو سخت ورښتونه په هوایرو ولسوالۍ کې راپور شوي دي.
د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د بیجېنګ او نورو ولایتونو په ګډون د درنو مالي زیانونو یادونه کړې او د خلکو ژغورنې لپاره یې د ټولو اسانتیاوو برابرولو امر کړی دی.