د غور غره ختونکي د مرغاب ولسوالۍ تر ټولو لوړې څوکې ته ختلي دي

۲ ورځې مخکې

د غور ولایت د غره ختونکو فدراسیون په مرغاب ولسوالۍ کې د دوه ورځنۍ غره ختنې یوه برنامه په بریالیتوب سره ترسره کړه. دغه برنامه چې د پنځو غره ختونکو په ګډون جوړه شوې وه، په بریالیتوب سره پای ته رسېدلې ده.

د غور د غره ختنې فدراسیون مسوول وایي، یادې ډلې وکولای شول د مرغاب ولسوالۍ تر ټولو لوړې څوکې ته چې ۳۶۸۰ متره لوړوالی لري، په بریالۍ توګه وخېژي.
د غور د غره ختنې فدراسیون مشر نسیم خرمي وویل: «د دې برنامې موخه د ولسوالیو په کچه د غره ختنې فرهنګ ته وده ورکول، ځوانان سالمو ورزشونو ته هڅول او د غور د طبیعي ښکلاوو او څوکو پېژندنه ده.»
د فدراسیون مسوولینو ټینګار وکړ، چې په راتلونکې کې به د غور په نورو ولسوالیو کې هم ورته پروګرامونه ترسره شي، څو د غره ختنې ورزش ته پراختیا ورکړل شي او ډېر ځوانان دې برخې ته راجلب شي.

نور خبرونه

رادیو