د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د دوی چارواکي په مالیزیا کې دي چې د کمبوډیا او ټایلنډ ترمنځ د سولې د هڅو ملاتړ وکړي.
ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ورځ په مالیزیا کې د ټایلنډ او کمبوډیا ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.
ښاغلی روبیو وایي، چې هغه او ټرمپ له دواړو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او وضعیت له نږدې څاري.
ولسمشر ټرمپ دواړو هېوادونو ته ویلي؛ تر هغه چې جګړه و نه دروي له هغوی سره به سوداګریزې هوکړې ونه کړي.
دا خبرې تر هغه وروسته کېږي، چې په یوه پېښه کې د کمبوډيا یو سرحدي ساتونکی ووژل شو او له دې امله د دواړو هېوادونو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه.