د کانونو او صنایعو خونې رییس: د هېواد چاپخونې د ښوونځیو او مدرسو کتابونه چاپولای شي

۵۸ دقيقې مخکې

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمین زاده وايي، د افغانستان چاپخونې دا وړتیا لري، چې د مدرسو او ښوونځیو ټول کتابونه په هېواد کې دننه چاپ کړي.

نوموړی زیاتوي چې د طالبانو د پوهنې وزارت ورسره ژمنه کړې، چې د ښوونځیو د ښوونیز نصاب کتابونه په افغاني چاپخونو کې چاپوي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمین زاده د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلی، چې که د مدرسو او ښوونځیو نصاب کتابونه په هېواد کې دننه چاپ شی نو په چاپخونو کې به زرګونو کسانو ته د کار زمنیه برابره شي.

شېرباز کمین زاده وویل:« که هغه په برنامه چې له موږ سره د معارف وزارت اعلان کړې وه او که هغه شکل موږ مخکې لاړ شو نو زه فکر کوم په دې سکتور کې به له پنځوس زرو څخه تر سل زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.»

په ورته وخت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند حبیب غفران وايي ، چې ددې ډلې تر واک لاندې ټولو ادارو ته ویل شوي، چې د چاپ اړوند اړتیاوې د پوره کولو لپاره له افغاني چاپخونو سره تړونونه وکړي او په دې اړه ټینکار دا دی، چې ټولې چاپ چارې په هېواد کې دننه ترسره شي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وايي، هڅې روانې دي چې د کتابچو په برخه کې هم پرځان بسیا شي.

دا څرکندونې په داسې حال کې دي، چې څو میاشتې وړاندې د افغانستان د کتابپلورنځیو مسوولانو شکایتونه کړي وو، چې په هېواد کې د کار نشتوالي له امله د چاپ صنعت مخ پر ځوړ روان دی.

په هېواد کې د ځینو چاپ خونو د مسوولانو شکایتونه دا ول، چې زیاتره کتابونه د ګاوڼډیو هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان په چاپ خونو کې چاپیږي، خو دا لا روښانه نه ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت تر کومه خپلې ژمنې پوره کوي.

د کانونو او صنایعو خونې د شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ چاپخونې فعالیت لري.

نور خبرونه

رادیو