د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو پخوانیو سرتېرو، فعالانو او خبریالانو پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وایي:« موږ په وار، وار ویلي، چې د طالبانو عمومي عفوه وژونکی چل دی.»
هغې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبان غواړي د عمومي عفوې په نوم پخواني امنیتي چارواکي، خبریالان، مدني فعالان افغانستان ته راوغواړي او بیا یې خوله وربنده کړي او یا یې هم تري تم کړي.
فوزیه کوفي وايي، له ایرانه په جبري توګه اېستل شوي افغانان د نیولو، شکنجې او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.