طالبان: چین په افغانستان کې د سل مېلیونه ډالرو په ارزښت سړې خونې جوړوي

پرون

د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، له چینايي چارواکو سره یې د درېیو لویو سړو خونو د جوړولو په تړاو خبرې وروستۍ شوې دي او ډېر ژر به یې د جوړولو عملي چارې پیل شي.

د دغه وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو معین بازمحمد فیضان نن دوشنبه د ( زمري ۶مه) په کابل کې د طالبانو د لاسته راوړنو پروګرام په غونډه کې ویلي، چې جوړېدونکې هره سړه خونه به ۱۵۰۰ مټریک ټنه ظرفیت ولري.

نوموړي په دې اړه د لا زیاتو جزییاتو ورکولو پرته ویلي، دغه سړې خونې د چین د حکومت له لوري جوړېږي چې په جوړېدو به یې تر ډېره بریده د افغان بزګرانو او بڼوالو ستونزې حل شي.

په ورته وخت کې نوموړي په افغانستان کې د څښاک اوبو کمښت ته په اشارې سره ویلي، چې له دې وروسته هیڅوک د ځمکې لاندې د څاه وهلو اجازه نه‌لري.

دغه طالب چارواکي ویلي، چې د ځمکې لاندې د اوبو کمښت دوی هم سخت اندېښمن کړي؛ خو د دغه وضعیت د کنټرول لپاره باید خلک ورسره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان او بیا په ځانګړې توګه په کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو د کمښت په اړه بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو وار له مخه خبرداری ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو