د ایران د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر په اړه وویل، چې په رسنیو کې خپاره شوي مسایل ښايي په کره ډول نه وي منعکس شوي او دوی ته تر اوسه د ولسمشر د کابل د سفر کوم رسمي پلان نه دی ابلاغ شوی.
اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ، د زمري پر شپږمه په تهران کې یوې خبري ناستې ته وویل، هغه څه چې مطرح شوي، د ایران د نیک نیت اظهار، د ښه ګاونډیتوب پر سیاست ټینګار او له افغانستان سره د ورورولۍ د اړیکو دوام و.
نوموړي وویل، چې که لازم شرایط او مقدمات برابر شي، نو دا موضوع به وڅېړل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې د احتمال په اړه وویل، چې ځینو هېوادونو دا اقدام کړی، خو د رسمیت پېژندنې موضوع یو حاکمیتي تصمیم دی چې هېوادونه یې د خپلو ملي ګټو او مصالحو له مخې نیسي او تهران د دغو تصمیمونو درناوی کوي.
بقايي زیاته کړه، « موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې او تماسونه لرو او اراده مو دا ده چې دا ګټورې او رغوونکې اړیکې دوام ومومي. د رسمیت پېژندنې موضوع به هم هغه وخت اعلان شي، چې موږ لازمې نتیجې ته ورسېږو.»
نوموړي له امیرخان متقي سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ټیلیفوني اړیکې په تړاو وویل، چې دا تماس د هغو تماسونو دوام دی چې د غزې پر وضعیت متمرکز دي.
نوموړي زیاته کړه، « وزارت هڅه کوي چې لږ تر لږه د اسلامي همکاریو سازمان له لارې، د غزې د مظلومو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ همغږي رامنځته شي».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خپل هېواد د حقابې په اړه وویل، چې «دا موضوع په ټولو ناستو او خبرو کې له افغان لوري سره مطرح شوې، حتا په وروستي ټیلیفوني تماس کې هم، چې تمرکز یې د غزې پر موضوع و، دا مساله د دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې یاده شوې».
له دې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي و، چې چمتو دی افغانستان ته سفر وکړي څو په اړیکو کې یو نوی څپرکی پرانیزي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په یوه غونډه کې پزشکیان ټینګار کړی و چې له ګاونډیو سره د اړیکو پراخول د هغه د حکومت د بهرني سیاست لومړیتوب دی.
په کابل کې د ایران سفارت هم د شنبې په ورځ وویل، چې پزشکیان افغانستان ته د سفر لپاره لېواله دی.