د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مشر مولوي محمودالحق احدي وایي، چې د نړۍوالو بنسټونو په مرستو کې روڼتیا او توازن ته پام نه دی شوی.
نوموړي دغه څرګندونې د بریټانیا د بشري مرستو مشر اليسټر برنېټ سره په یوې غونډه کې کړې دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دوشنبه (د زمري ۶مه) پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د دغه وزارت او د برېټانیا د بشري مرستو پلاویو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه غونډه کې له ایران او پاکستانه د جبري راستنېدونکو د وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي.