د بشري حقونو څار سازمان:طالبانو کابل کې لسګونه نجونې له حجاب څخه د سرغړونې په تور نیولې دي

۲۲ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو څار سازمان څېړونکې سحر فطرت ویلي، چې طالبانو په کابل کې لسګونه نجونې له حجاب څخه د سرغړونې په تور نیولې دي.

نوموړې وایي:« په دې کړنو سره طالبان هڅه کوي، چې ښځې له خپلې ازادۍ بې برخې او د دوی بشپړ اطاعت ته اړې کړي.»

اغلې فطرت په یوه څېړنیز راپور کې ادعا کړې، چې طالبانو د روانې جولای میاشتې له ۱۶مې نیټې راهیسې د نجونو او مېرمنو د نیولو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

په دغه راپور کې د طالبانو تازه نیونې د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» د هغه قانون دوام بلل شوی، چې د تېر کال په اګسټ میاشت کې یې تصویب کړ.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د قانون له مخې؛ د ښځو غږ «عورت» بلل شوی او «که ښځه د ضروري حاجت لپاره له کوره ووتله، مکلفه ده چې د خپل غږ، مخ او بدن ستر وکړي.»

د بشري حقونو څار سازمان څېړونکې سحر فطرت وایي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي اقدامات د جنسیتي توپیر بڼه لري.

هغې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره باید د جرم به توګه د «جنسیتي توپیر» په رسمیت بېژندنې برخه کې مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو