د بدن جوړونې افغان لوبغاړی فرهاد ساپی نړۍوالو سیالیو ته روان دی

۲ ورځې مخکې

ټاکل شوې ده، چې د بدن جوړونې افغان لوبغاړی فرهاد ساپی د ۱۴۰۴ کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه د نړۍوالو اماتور المپیا سیالیو لپاره رومانیا ته ولاړ شي او له خپلو سیالانو سره سیالي وکړي.

نوموړي تر دې دمه د بدن‌ جوړونې په بېلابېلو سیالیو کې اووه نړۍوال مډالونه ګټلي دي.

دی وایي، چې دا مډالونه یې ټول د "NPC" نړۍوالو معتبرو سیالیو څخه ترلاسه کړي او هېڅکله یې دویم یا درېیم مقام نه دی ګټلی.

فرهاد ساپی دا ځل هم د پخوانیو ویاړونو د تکرار هیله لري او له بشپړې چمتووالي سره په دغو نړۍوالو سیالیو کې برخه اخلي، څو یو ځل بیا د افغانستان نوم روښانه کړي.

نور خبرونه

رادیو