نصیر احمد اندېشه: راتلونکو دوو میاشتو کې به د افغانستان په اړه مهم سیاسي تحولات رامنځته شي

۳ ساعتونه مخکې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به د افغانستان په اړه مهم سیاسي او ډیپلوماټیک تحولات رامنځته شي.

نوموړي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو خلاف به ډیپلوماتیکې او سیاسي هلې ځلې لا ګړندۍ او پراخې کړي.

هغه وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ګڼې لاسته راوړنې لرلې؛ خو دغه لاسته راوړنې له ننګونو سره مخامخ وې.

نوموړي نن دوشنبه د (زمري ۶مه) پر اېکس پاڼه د ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغان مېرمنو او نجونو د منظم او سیستماټیک تبعیض او محرومیت په اړه د تفصیلي راپور وړاندې کول لویه لاسته راوړنه وه.

نوموړي همدا راز د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دغې ډلې د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو په تړاو د جرمونو نړۍوالې محکمې حکومونه که څه هم د افغانستان لپاره لوی شرم وباله؛ خو وايي د بشري حقونو د مبارزې په برخه کې د ډيپلوماتیکو استازولیو او بشري حقونو سازمانونو لپاره لویه لاسته راوړنه وه.

هغه وایي:« زموږ هېواد د یوې داسې ډلې له لوري یرغمل شوی، چې پر خپلو ژمنو د نه عمل سربېره یې د افغانانو د لومړنیو حقونو له ورکړې انکار کړی او د ښځو په ګډون یې د افغانستان د قومونو ونډې ته هېڅ پام نه دی کړی، او د ملګرو ملتونو له منشور او بشري حقونو له نړۍوالې اعلامیې یې هم سرغړونه کړې ده.»

نور خبرونه

رادیو