ټرمپ: امریکا له چین سره سوداګریزې هوکړې ته نږدې شوې ده

۲ ورځې مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د هغه اداره له چین سره سوداګریزې هوکړې ته نږدې شوې؛ خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

هغه ویلي:« موږ له چین سره سوداګریز تړون ته نږدې شوي یو؛ خو وبه ګورو چې دغه سوداګري څنګه پر مخ ځي.»

ټرمپ دغه څرګندونې د اروپايي کمېسیون له مشرې اورسولا فون ډېر لاین سره د لیدنې پر مهال خبریالانو ته کړې دي.

نور خبرونه

رادیو