د کابل اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د طالبانو امربالمعروف اړوند کسانو د نجونو یوه ډله نیولې ده.
سرچینو وویل چې د کابل په دولسمه ناحیه کې د طالبانو امربالمعروف محتسبینو نجونې د نیولو پرمهال وهلې او یوې امنیتي حوزې ته یې وړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د بشري حقونو څار سازمان څېړونکې سحر فطرت ویلي، چې طالبانو په کابل کې لسګونه نجونې له حجاب څخه د سرغړونې په تور نیولې دي.
نوموړې وایي:« په دې کړنو سره طالبان هڅه کوي، چې ښځې له خپلې ازادۍ بې برخې او د دوی بشپړ اطاعت ته اړې کړي.»
فطرت په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، چې طالبانو د روانې جولای میاشتې له ۱۶مې نیټې راهیسې د نجونو او مېرمنو د نیولو لړۍ ته دوام ورکړی دی.