د طالبانو کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپلو نظامي منسوبینو ته خبردارۍ ورکړی، چې د دندې پرمهال مشخص شوی یونیفورم پر تن کړي.
په ډېری سیمو کې طالبان د تلاشي، ګزمو او عملیاتو پرمهال په شخصي جامو کې ګرځي، چې د عامو خلکو له سختو نیوکو سره هم مخ شوي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت امنیتي معینیت اړوند د پولیسو ځانګړو ځواکونو لوې قومندانۍ له ټولو نظامیانو غوښتي، چې د دندو پر مهال خاص یونیفورم استفاده کړي.
طالبانو ویلي، چې د نظامیانو لپاره له ځانګړی لباس استفاده کول د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده فرمان دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «له دې وروسته به د ځانګړو ځواکونو ټول پرسونل د وزارت د مشرتابه د هدایت پر بنسټ، مکلف وي چې خپل رسمي دنده ییز لباس واغوندي او د انضباط، یووالي او مسلکي نظم نښه وګرځي.»
له تېرو څلورو کلنو څخه راپدېخوا دغه ډله نه ده توانېدلې، چې خپل نظامیان منظم او د هغوی لپاره د ځانګړي لباس اغوستل عملي کړي.
په ډېرو سیمو کې خلک اندېښمن دي، چې زيات وختونه د وسله والو غلو او هغو نظامي طالبانو چې په شخصي جامو کې ګرځې توپير نه شي کولی.
طالبانو په وار وار له خپلو نظامیانو د ځانګړي لباس د استفادې غوښتنه کړې.