انډریا پي جېمز، چې د نړیوال بانک له مهمو روغتیايي مشاورینو څخه ده، وایي چې د افغانستان په څېر یوه هېواد کې، چیرې چې له هرو دریو ماشومانو څخه یو له واکسینه بېبرخې پاتې کېږي، د واکسیني خدمتونو پراختیا یوه بېساري لاستهراوړنه ده.
هغې د بامیان ولایت فولادي درې ته له سفر وروسته پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: « په داسې هېواد کې چې له هر درې ماشومانو یو یې واکسین نشي ترلاسه کولی، په فولادي دره کې ۹۰ سلنه ماشومان واکسین شوي دي، دا پرمختګ فوقالعاده دی. دا د اوږدمهاله پانګونې او ژمنتیا پایله ده، چې د نړیوال بانک له ملاتړ سره ممکن شوې ده».
نوموړې زیاته کړې، چې د اوږدمهاله همکاریو، پراخ روغتیايي پروګرامونو او د ځایي روغتیايي کارکوونکو ژور تعهد له امله، اوس داسې سیمې شته چې تر ۹۰ سلنه زیات ماشومان پکې واکسین شوي دي، دا هغه څه دي چې د نړیوالو معیارونو له مخې هم ستر پرمختګ بلل کېږي.
د نړیوال بانک له خوا تمویلېدونکي دا ډول پروګرامونه په افغانستان کې د عامې روغتیا د ښه والي لپاره یوه مهمه وسیله ګڼل کېږي، او د ماشومانو د مړینې د کمېدو، د مخنیوي وړ ناروغیو د کنټرول او د ټولنې د روغ ساتنې لپاره حیاتي رول لوبوي.