اسراييلي ځواکونو په غزه کې لږ تر لږه ۶۳ فلسطینیان وژلي دي. دغه برید تر هغه اعلان څو ساعته وروسته شوی، چې اسراييل بشري مرستو رسولو لپاره د ورځې لس ساعته د پوځي عملیاتو درولو خبره کړې وه.
په وژل شویو کې هغه ۳۴ کسان هم شامل دي، چې مرستو ته په کتارونو کې ولاړ وو.
له بل پلوه د غزې روغتیايي چارواکو راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ نور فلسطینیان د لوږې له امله مړه شوي دي.