د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي، په دغه هېواد کې شاوخوا ۶ مېلیونه افغانان مېشت دي چې دوه مېلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.
نوموړي ادعا کړې، چې په تېر یو کال کې د یو مېلیون ستانه شویو افغان کډوالو له ډلې ۷۰ سلنه یې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر د وزیرانو شورا له غونډې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې افغانان په عزت او درناوي خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د نورو کډوالو د منلو وس نهلري.
د دغه ایراني چارواکي په خبره؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او طالب چارواکو افغانستان ته د کډوالو د ستنولو له لړۍ د لیدنې پرمهال د ایران له هڅو مننه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي بیا له ایرانه په یوه دم د افغان کډوالو ستنول لوی ظلم او ځورونکی بللی دی.
پرون یکشنبه د ( زمري ۵مه) د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د کاري راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان ته د کډوالو د ستنولو لړۍ لاهم روانه ده.