ایران له افغان کډوالو سره سخت چلند پیل کړی او زرګونه کسان یې تراوسه له دې هېواد څخه اېستلي دي.
ایراني چارواکي ادعا کوي، چې افغانانو اسراییل ته جاسوسي کړې ده، خو ملګري ملتونه وایي دغه تورونه نهدي ثابت شوي او جبري اېستل به افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخ کړي.
د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له مخې، دا اقدامات تر هغه وروسته پیل شوي چې ایراني چارواکو ادعا وکړه، چې بېاسناده افغان کډوالو د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړو پرمهال اسراییل ته جاسوسي کړې او د توغندیو په توغولو کې یې مرسته ورسره کړې.
د ایران دولتي ټلویزیون دا تورونه خپاره کړي او تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې یو شمېر افغانان د جاسوسۍ او د ډرون او چاودېدونکو توکو د زدهکړې وسایلو د لرلو په تور نیول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، له جون میاشتې راهیسې تر یو میلیون زیات کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ۶۲۷ زره یې د ایراني چارواکو لهخوا اېستل شوي دي.
د یادې ادارې ویاند بابر بلوڅ په یوه پیغام کې ویلي: «زموږ ټیمونه د پولې په اوږدو کې له ستړو، وږو او وېرېدلو خلکو سره مرسته کوي. زموږ کارکوونکي او اسانتیاوې تر خپلې وسې ډېر فشار لاندې دي.»
د جاسوسۍ دغه ادعاوې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونې لړۍ پارولې، هغه ټولنه چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې د شوروي یرغل او له هغې وروسته د جګړو له امله له افغانستانه ایران ته تللې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۲.۶ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال او تر ۵ لکه پورې نور بېاسناده افغانان په ایران کې ژوند کوي، خو د ایران حکومت د ټولو افغان مېشتو شمېر نږدې ۶ میلیونه اټکلوي، چې د هېواد د نفوس شاوخوا ۷ سلنه جوړوي.
ایراني چارواکي اکثره افغانان "مېلمانه" بولي، چې یوازې بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې د ایران اقتصاد د بندیزونو له امله له سختو فشارونو سره مخ دی.
ایراني چارواکي وايي، یوازې هغه افغانان شړل کېږي چې "غېرقانوني" بلل کېږي، خو د افغانستان د څېړونکو شبکې (AAN) په وینا، هغوی داسې راپورونه ترلاسه کړي، چې د پاسپورټ او قانوني اسنادو لرونکي افغانان هم له دې اقدام څخه خوندي نهدي، چې له امله یې د کډوالو ترمنځ وېره او ګډوډي خپره شوې ده.
ویجاړونکي عواقب
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د جبري اېستلو دا پراخه لړۍ به نه یوازې افغانستان، بلکې د بېځایه شویو کورنیو لپاره هم «ویجاړونکي عواقب» ولري. د دوی په وینا دا جبري اېستل به هغه میلیونونه ډالر چې افغان کارکوونکي له ایرانه خپلو کورنیو ته لېږي، له منځه یوسي.
د طالبانو د حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخوند له ایراني چارواکو غوښتي، چې «د اخراج بهیر دې له حوصلې سره او تدریجا ترسره کړي».
دا څرګندونې د هغه څه سره متضاد دي، چې یو شمېر اېستل شویو کسانو له بلومبرګ سره شریکې کړې دی.
هغوی وايي، ایراني چارواکي افغانان له سړکونو راټولوي، لرې توقیفځایونو ته یې لېږي او بیا د بسونو له لارې د اسلام کلا بندر ته باسي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي د اسلام کلا له بندره د لیدنې پر مهال وویل: «ډېری خلک له کلونو راهیسې له خپلې خاورې لرې دي، نه کور لري نه سرپناه. ډېر کسان د فقر له کرښې ښکته ژوند کوي او دا نوی بهیر به پر افغانستان دروند بار واچوي.»
نامعلوم برخلیک
اېستل شوي کسان باید اوس یو ځل بیا په داسې افغانستان کې ژوند پیل کړي، چې هم د بندیزونو تر فشار لاندې دی او هم له اقتصادي، خوراکي او بشري ناورینونو سره مخ دی.
راپور وایي، ډېریو کسانو له پخواني حکومت یا لوېدیځو موسسو سره کار کړی و او اوس د طالبانو له ګواښ سره مخ دي. نجونې او ښځې تر شپږم ټولګي پورته زدهکړې نشي کولی او له کاري فرصتونو هم بېبرخې دي.
احمد صابر چې تازه له ایرانه اېستل شوی، بلومبرګ ته ویلي: «احساس کوم چې تر ټولو ستر زندان ته ننوتی یم، که څه هم دا زما خپله خاوره ده. د خپلو درېیو لورګانو د تعلیم او راتلونکي برخلیک به څه شي؟»
تېره اوونۍ په لندن کې مېشتې د بښنې نړۍوالې ادارې له ایرانه وغوښتل، چې افغانان باید جبري و نه شړي، ځکه دا کار هغه نړۍوال اصول نقضوي چې له مخې یې هېڅوک هغه هېواد ته نهشي شړل کېدای چېرې چې له بشري حقونو سرغړونې سره مخ وي. د بښنې یادې ادارې ویلي، د ښځو او نجونو شړل هغوی په ځانګړي ډول د طالبانو د جندر-محوره ظلم ښکار کوي.
د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندوی ماموریت (یوناما) څېړنه ښيي، چې تېر کال شړل شوي افغانان د طالبانو تر ولکې لاندې له شکنجې، ناوړه چلند، له قانونه پرته توقیف او د شخصي امنیت له ګواښونو سره مخ شوي.