عباس عراقچي: زموږ اټومي پروګرام د وینو، اوښکو او هڅو په پایله کې ترلاسه شوی دی

AP ۱۴۰۴ زمری ۶

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ایران اټومي «سوله ییز» پروګرام د سخت کار، اوښکو او وینو په پایله کې رامنځته شوی دی او دغه پروګرام د بمبارۍ له لارې له منځه وړل کېدای نه شي.

عباس عراقچي په خواله رسنۍ اېکس کې ټینګار کړی، چې ایران د خپلو نویو اټومي راکټورونو لپاره د سون توکو د برابرولو په خاطر «غني‌ کولو» ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې، چې ایران خپله ملي او سوله‌ییزه ټکنالوژي چې د انسانانو د ژوند ژغورنې لپاره ده، د بهرنیو زورواکو غوښتنو ته نه سپاري.

هغه همدارنګه ویلي، چې د یورانیمو د غني کولو تاسیساتو ته سخت زیان رسیدلی، خو د ایران عزم او اراده لا هم پیاوړې ده.

عراقچي خبرداری ورکړی، چې پوهېږي څه پېښ شوي او که چېرې د امریکا او اسراییل له خوا تکراري بریدونه وشي، ایران به داسې ځواب ورکړي چې بیا به پټ پاتې کېدل ناشونی وي.

هغه زیاته کړه: «ټولو ته باید معلومه وي چې موږ ایرانیان خپل سوله‌ییز اټومي پروګرام پیرلی نه دی؛ بلکې د وینو، خولو او اوښکو په مرسته مو جوړ کړی دی. هغه ټکنالوژي او پوهه چې زموږ د وړ انسان سرچینو له خوا جوړه شوې، بمباري یې له منځه نشي وړلی. هو، زموږ د یورانیمو غني کولو تاسیسات زیانمن شوي، خو زموږ عزم نه دی مات شوی.

نور خبرونه

رادیو