په کابل کې د ښځو د نیونو سره هممهاله؛ د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سېشنبه (د زمري ۷مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې په غزني، زابل، وردګ او خوست ولایتونو کې یې ۷ مېرمنې له تاوتریخوالي ژغورلې دي.
که څه هم دیني عالمان وايي، چې د ښځو زدهکړې او کار له شرعي پلوه ستونزه نهلري؛ خو طالبانو له ښځو دغه حقونه اخيستي او د دې ترڅنګ یې ښځې په بېلابېلو تورونو نیولې، زنداني کړې او شکنجه کړې دي.
د کابل اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی و، چې د طالبانو امربالمعروف اړوندو کسانو د نجونو یوه ډله نیولې ده.
سرچینو ویلي و، چې د کابل په ۱۲مه ناحیه کې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو نجونې د نیولو پرمهال وهلې او یوې امنیتي حوزې ته یې وړې دي.