په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د ناامنۍ، اقتصادي ستونزو او د ښځو پر وړاندې محدودیتونو سره مخ دی، د پاکستان له خوا د زرګونو افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې چې دا د یوه بل انساني ناورین نښه ده.

په پاکستان کې مېشت زرګونه افغان کډوال دا مهال د افغانستان پر لور د ستنېدو له فشار سره مخ دي. د پاکستان له لوري په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو روانې پالیسۍ ګڼې کورنۍ دې ته اړ کړي، چې په دغه هېواد کې خپل اوږدمهاله استوګنځي پرېږدي او د یوه نامعلوم برخلیک پر لور د تګ تابیا وکړي، له هغو ځایونو او ملګرو سره خدای پاماني وکړي، چې هلته‌یې کلونه تېر کړي.

په ننګرهار کې سیمه ییز طالب چارواکي وایي، چې هره ورځ د تورخم دروازې له لارې په سلګونه کډوال د پاکستان له پنجاب، کراچۍ او پېښور څخه هېواد ته راستنېږي.

په دغو کورنیو کې د عتیق‌الله په نوم یو کم‌عمره هلک هم شامل دی، چې له خپلې کورنۍ سره د پنجاب ایالت له یوې لرې پرتې سیمې د افغانستان پر لور روان دی.

عتیق‌الله د نهم ټولګي زده‌کوونکی وو او په پاکستان کې زېږېدلی دی، هغه په دغه هېواد کې زده‌کړې کړي، ملګري یې پیدا کړي او ماشومتوب‌ یې تېر کړی دی.

هغه چې په سخته ګرمۍ کې له خپلو درېیو وروڼو سره په کډه بار موټر شاته ولاړ او په څېره کې یې وېره، خوشحالي او د غم ګډ احساسات څرګند دي، د افغانستان انټرنشنل – پښتو خبریال ته یې وویل: «موږ خوشحاله یو چې خپل وطن ته ځو، ځکه پلار به مې تل د افغانستان د غرونو، کروندو او کلي کیسې کولې. خو خپه هم یو، ځکه خپل ټول ملګري، مکتب او هغه ځای چې پکې لوی شوي یو، شاته پرېږدو. زه په اردو زده کړې کوم، خو افغانستان کې باید پښتو زده کړم. دا به زما لپاره نوې تجربه وي.»

هغه زیاتوي، چې دا نه پوهېږي چې هلته به ښوونځی ولري او که نه؟ که ولري، څنګه به وي؟ او که نه وي، نو هغه به څنګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

په پېښور کې مېشته افغانه کډواله زینت (مستعار نوم) دا مهال په یوه کرایي کور کې ژوند کوي او له خپل څو کلن تدریسي مسلک سره د مخه ښه په درشل کې ده. زینت هغه افغانه ښوونکې ده چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، خپل هېواد پرېښود.

زینت وايي: «زه له طالبانو مخکې په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې وم. کله چې بندیزونه راغلل او پر نجونو د زده‌کړو او پر ښځو د کار بندیز ولګېد، مجبوره شوم چې افغانستان پرېږدم.»

زینت له راتګ وروسته په پېښور کې په خصوصي ښوونځیو کې تدریس پیل کړ. اوس هم په یوه ښوونځي کې د ښوونکې دنده ترسره کوي او د ماښام له خوا په خپل کور کې کوچنیانو ته درس ورکوي. دا د هغې د کورنۍ یوازنۍ عایداتي سرچینه ده، ترڅو خپله کورنۍ له مالي پلوه تمویل کړي.

خو د پاکستان د حکومت وروستیو پرېکړو چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو ګواښ پکې پروت دی، د زینب راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.

هغې د افغانستان انټرنشنل – پښتو خبریال ته وویل: «زه د خپلو ماشومانو د زده کړو لپاره هر څه قرباني کولی شم، خو بېرته افغانستان ته تګ د دې معنا لري چې زما د اولادونو زده کړې به ودرېږي او زما د عمر اوږدې هڅې به هم ختمې شي. نه پوهېږم چې هلته به موږ ته کومه لاره خلاصه وي.»

یو بل کډوال، ۳۵ کلن سمیع‌الله چې له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره د کراچۍ له شاه فیصل ټاون څخه راوځي، وايي: «زه د ترکارۍ کاروبار لرم. سخت کار و، خو اولادونه مې ښوونځي ته تلل. اوس هر څه بند شول. نه زه افغانستان کې د کاروبار هیله لرم، نه دا باور لرم چې هلته به مې ماشومان زده‌کړه وکړي. خو دلته پولیس ورځ تر بلې زور زیاتی زیاتوي، دا ژوند نور نه شو زغملای».

سمیع‌الله وایي، که څه هم د وطن سره مینه لري، خو د ژوندانه لپاره یوازې مینه بسنه نه کوي. هغه اندېښمن دی، چې هلته به له صفره پیل کوي او وایي: «په خالي لاسونو وطن ته تګ ډېر سخت وي. موږ یوازې وطن ته نه، بلکې بې‌وسۍ ته ورګرځو».

د کډوالو د قافلې یوه بله غړې ۲۷ کلنه ناهید چې د خېبرپښتونخوا په هري‌پور کې زېږېدلې، وايي: «ما ټول عمر همدلته ژوند کړی، مکتب، پوهنتون او حتی کورنی ژوند مې هم دلته پیل کړ. اوس باید له خاوند، ماشوم او خپل مور و پلار سره افغانستان ته بېرته ورګرځم. زه نه پوهېږم هلته څه دي؟ زه یوازې دومره پوهېږم چې دلته زموږ ځای نه دی پاتې.»

ناهید وايي، چې په پاکستان کې یې یوه نړۍ هیلې جوړ کړي وې، خو اوس ورته داسې ښکاري چې هلته له سره باید خپل شخصیت، ژوند، مسلک او هویت بیا جوړ کړي.

د کډوالو دا ستنېدنه که څه هم د "خپل وطن" بېرته موندلو یو احساس پکې شته، خو په عمل کې له سختو رواني، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مل ده. ډېر کډوال وايي، چې په افغانستان کې نه د نجونو لپاره تعلیم شته، نه د ښځو لپاره کار، نه روغتیايي چوپړتیاوې او نه هم د راتلونکي کوم تضمین.

د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي، چې د دې کډوالو ناڅاپي ستنیدنه به یوازې انساني ناورین ته زمینه برابره کړي، ځکه افغانستان لا هم له کړکېچونو، بې‌کارۍ، وچکالۍ، ناامنۍ او د ښځو پر وړاندې له پراخو محدودیتونو سره مخ دی.

عتقي‌الله، زینت، سمیع‌الله، ناهید او زرګونه نور افغان کډوال د خپل وطن نوم ته درناوی لري، خو که راتلونکی‌ یې ناڅرګند وي، زده کړې، کار او امنیت پکې نه وي، نو دا ستنېدنه یوازې فزیکي حرکت نه، بلکې یوه نوې کډوالي د هیلو، ارزښتونو او ژوندیو تجربو له سره پیل دی.

نور خبرونه

رادیو