د برېتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو یو سړی نیولی چې له لندن څخه ګلاسګو ته په الوتکه کې یې "الله اکبر"، "مرګ پر ټرمپ" نارې وهلې او ادعا یې کوله چې بم ورسره دی.
په الوتکه کې دننه اخیستل شوې ویډیو کې، یو کس لیدل کېږي چې د الله اکبر له نارو وروسته یې نور مسافر نیسي.
په ویډیو کې څرګندیږي، چې یو سک د یکشنبې په سهار د لندن له لوټن هوایی ډګر څخه د سکاټلینډ ګالسکو ته په الوتنه کې د الله اکبر، مرګ پر امریکا او مرګ پر ټرمپ چیغې وهلې او بیا وايي، "ما الوتکې ته بم راوړی دی."
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د انګلستان د رسمي سفر پرمهال په ګالسکو، سکاټلینډ کې و.
ویډیو دا هم ښيي چې مسافرین دغه کس د الوتکې په منځنۍ لاره کې نیسي او ترې پوښتنه کوي چې ولې. هغه خپله ادعا بېرته اخلي، او وايي چې هغه یوازې غوښتل ولسمشر ته پیغام «خبرداری» ولېږي.
مسافر د هغه سړي بټوه له جیب څخه راوباسي، چې وايي په انګلستان کې پناه غوښتونکی دی.
هغه د موټر چلولو جواز او له هند څخه د بانک کارت لري او په کارت کې یې نوم "ابهي دیوداس نایک" لیکل شوی دی.
د سکاټلینډ پولیسو دغه کس د ګالسکو په هوایی ډګر کې د الوتکې له ښکته کیدو وروسته ونیوه.
د پولیسو په وینا، پیښه کنټرول شوې او له نیول شوي کس پرته بل څوک پکې ښکیل نه وو.