محمدرضا صفري د برېتانیا د کال غوره بوکسر وټاکل شو

۲ ورځې مخکې

د افغانستان ځوان او بااستعداده سوک‌وهونکی محمدرضا صفري د MaddogsBoxing په نوم د یوه معتبر سازمان له‌خوا د برېتانیا د کال غوره بوکسر وپېژندل شو. نوموړي په تېر یوه کال کې ځلانده کارنامې ترسره کړې دي، چې په پرله‌پسې ډول اتلولۍ ته رسېدلی دی.

هغه ۸ ځلې د برېتانیا د ځوانانو په کورنیو سیالیو کې اتلولۍ ګټلي دي او ۳ ځلې یې هم په اروپايي سیالیو کې مډالونه ترلاسه کړې دي.
دا لاسته راوړنه د افغان ورزشکارانو د بې‌درېغه هڅو او وړتیاوو نښه ده، چې په نړۍوالو ډګرونو کې یې څرګندوي.

نور خبرونه

رادیو