د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش یو ځل بیا د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د اوږدې جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو لپاره د حل لارې غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې «نور باید د سولې په تمه پاتې نه شو، بلکې د هغې لپاره په خپله شرایط رامنځته کړو.»
ښاغلي ګوترېش په یوه تازه پیغام کې ویلي: «راځئ چې بالاخره د سولې لاره خپله کړو؛ نه یوازې د یوه مفهوم، بلکې د یوې ژمنې په توګه، نه د یوه خوب، بلکې د واقعیت په توګه.»
هغه زیاتوي: «موږ نشو کولای د بشپړو شرایطو انتظار وباسو. موږ باید دا شرایط په خپله رامنځته کړو.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو او حماس ډلې ترمنځ خونړۍ جګړه دوام لري، زرګونه انسانان وژل شوي او ملګري ملتونه د بشري ناورین د پراخېدو له امله خبرداری ورکړی دی.
له نړۍوالو هڅو سره سره، لا هم د دواړو خواوو ترمنځ سیاسي کړکېچ پای ته نهدی رسېدلی. خو ګوتریش وايي، چې نړۍ باید د سولې فرصت له لاسه ورنکړي او د یوه پایداره او عادلانه حل لپاره باید ژورې او ریښتینې هڅې وشي.
ملګري ملتونه له اوږدې مودې راهیسې د دوو دولتونو د حل ملاتړ کوي، چې له مخې یې فلسطینیان باید یو خپلواک دولت ولري او اسراییل باید د امنیت تضمین ولري.