د اسرایيل د بشري حقونو دوو سازمانونو د دوشنبې په ورځ وویل، چې اسراییل په غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې نسل وژنه کوي. دا لومړی ځل دی چې په اسرایيلي ټولنه کې داسې غږونه پورته کېږي چې پر خپل دولت تر ټولو شدیدې نیوکې کوي، خو اسراییل دا ردوي.
د بشري حقونو سازمان بتسیلم (B'Tselem) او د اسرایيل لپاره د بشري حقونو ډاکټرانو خپل راپورونه په بیتالمقدس کې په یوه خبري غونډه کې خپاره کړل او ویې ویل، اسرایيل په غزه کې د فلسطینۍ ټولنې د له منځه وړو لپاره «منظم او قصدي اقدامات» کوي.
د اسراییل پوځ دا تورونه رد کړي دي.