برېټانیوۍ سنډي ټایمز ورځپاڼې د یوه څړنیز راپور پر بنسټ ویلي اسراییل په تېرو ۱۲ میاشتو کې د استخباراتي او اطلاعاتي نفوذ له لارې د پوځي عملیاتو په پایله کې د ایران امنیتي او هستوي بنسټونو ته کمساري ضربې رسولي دي.
له لرې واټه د تهران په زړه کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه او همهاله په بیروت کې د حزبالله د مشر په نښه کول او لهمنځه وړل د اسراییل د نفوذ تر ټولو ښه ثبوت وړاندې شوی دی.
په دغه راپور کې راغلي چې اسراییل د همدغه اطلاعاتي ژور نفوذ له کبله وکړای شول چې د ایران څو مهم ساینس پوهان په نښه کړي چې له امله یې د دغه هېواد هستوي پروګرام ته لوی زیان ورسېده.