امریکا په ناجریا کې د ویزو د ورکړې خدمتونه بند کړل

۲ ورځې مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی چې د ناجریا په پلازمېنې نیامي کې یې د امریکا سفارت ته د عادي ویزو د ورکړې چارې تر نامعلومې نېټې درولې دي.

که څه هم په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي؛ خو دغه بندیز کې رسمي او ډېپلوماتیکې ویزې نه دي شاملې.

متحده‌ایالتونو په ناجریا کې خپلو قونسلګریو ته لارښوونه کړې چې ناجریایي وګړو ته د ویزو په ورکړه کې ډېر احتیاط وکړي.

نور خبرونه

رادیو