له نرسانو د طالبانو د ازموینې پوښتنه؛ د غسل فرضونه څو دي؟

۷ ساعتونه مخکې

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو شمیر نارینه روغتیاپالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره ورځ طالبانو د نارینه نرسانو د ګومارنې په موخه ازموینه اخیستې ده خو په دې ازموینه کې یوه پوښتنه ددیني مسایلو وه، چې پکې لیکل شوي، « د غسل فرضونه څو دي؟».

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هغو کسانو چې د نرسانو د ګومارنې په ازموینه کې یې برخه اخیستې وه، نن یکشنبه د زمري ۵مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو نه یوازې دا، چې په ازموینپاڼه کې یې دیني پوښتنه راوړې وه، بلکې د ازموینې په لیکل شوي متن کې زیاتې تېروتنې هم وې.

دوی همدراز ددې ازموینې یوه کاپي له افغانستان انټرنشنل سره شریکه کړې ده او په دې کې ډېرې ساده پوښتنې او املايي تېروتنې لیدل کېږي.

نرسان همدراز نیوکه کوي، چې طالبانو خپلو کسانو ته له وړاندې څخه پوښتنې او ځوابونه وېشلي وو او د ازموینې پرمهال ډېره بې نظمي وه.

یوه روغتیا پال وویل:« د طالبانو سوالونه ساده وو، خو املايي تېروتنې یې زیاتې وې او دوی تر ډېره ددې ازموینې پوښتنې په خپلو کسانو باندې وېشلې وې او ځینې داسې کسان هم وو چې د نرسنګ په برخه کې یې کومې زده کړې نه لرلې.»

دوی همدراز وویل، طالبانو د جک موسسې پر ادارې فشار راوړی و، چې د دوی په خوښه پوښتنې جوړې کړي.

د طالبانو د کندهار د عامې روغتیا ریاست ددغه ولایت د سپین بولدک ایمرجنسي روغتون لپاره ۱۸ نرسنګ پوسټونه اعلان کړي وو ، خو د ازموینې د ګډونوالو په وینا، سلګونو کسانو په دې ازموینه کې ګډون کړی و.

نور خبرونه

رادیو